د اورلمبه ګاز دی ؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اورلمبه ګاز دی ؟ که هو!

نو ولي يې نه شو ساتلای او انتقالولای ؟

که نه ! نو بيا کوم ډول ماده دی ؟ ليکوال:پوهنيار عمران لايق ساینس پوهان هر هغه څه چي حس شي ماده پيژني نو په دې اساس د اور لمبه ماده بللای شو ځکه چي ليدل کيدای او هم لمس کیدای شي. ساینس پوهانو د موادو مختلفو حالتونو ته په کتو ماده په څو ډولونو ویشلې چې ځيني يې آن له بیګ بينګ نه شېبه وروسته او بليک هول دننه هم د مادې حالت څيړي خو په ټوله کي ماده دوه ډولونه لري چي يو يې کتلوي او بل يې ساحوي بلل کيږي. د کتلوي مادې تشکيلونکي ذرات په سکون حالت کي اندازه کيدای شي او د ساحوي مادې ذرات نه شي اندازه کيدای همدا سبب دی چې کتلوي ماده ساتلای او انتقاليدلای شي اما ساحوي ماده نه ساتلای او نه انتقاليدلای شي، همدارنګه ساحوي ماده په يواځي ځان نه شي رامنځته کیدای بلکي يوې منبع ته ضرورت لري داسي حال کي چې کتلوي ماده پرته له منبع په خپله هم شتون لرلای شي . د کتلوي مادې تشکيلونکي ذرات اټومونه، ماليکولونه ، راډيکالونه اوايونونه کيدای شي مګر ساحوي ماده هيڅ دا ډول ذرات نه لري. کتلوي ماده پنځه فزيکي حالتونه لري چې جامد ،مايع ،ګاز ،نيوټروني او پلازما دي. لومړنيو دريو حالتونو سره ټول بلد يو ،په نيوټروني حالت په جامد د دوامداره زيات فشار له امله رامنځته کيږي او دې حالت کي اټومونه يواځي نيوټرونونه لري ځکه يې نيوټروني حالت بولي . دا حالت په نيوټرون ستورو کي موندل کيږي ځکه په دغو ستورو د کالونو سخت بيروني فشار له امله د دوی په اټومونو کي د مدارونو الکټرونونه هستې ته نږدې شوي، د هستې لخوا جذب او بالاخيره د هستوي تعامل له مخي ټول الکټرونونه د پروټونو سره يو ځای شوي او په نيوترو بدل شوي چي ددې ډول ستورو جوړښت نیوټروني حالت کي دی. په پلازما حالت کي د مادې اټومونو خپل الکټرونونه له لاسه ورکړي او په ايونيک حالت کي شتون لري دغه حالت بيا له هغو ګازاتو څخه رامنځته شوی چې د لمر شاوخوا شتون لري ځکه لمر په خپله سطحه کي تقريبا ۶۰۰۰ سانټي ګراډ تودښه لري او د همدې تودوښې څخه الکټرونونه انرژي اخلي او له اټومونو څخه فرار کوي چې په نتېجه کي ګاز په پلازما بدليږي دلته که اټومونه يواځي د وروستي مدار الکټرونونه له لاسه ورکړي ، سړه پلازما او که ټول الکټرونونه له لاسه ورکړي ګرمه پلازما يې بولي. د کتلوي مادې دغه دوه فزيکي حالتونه د ځمکي په مخ په عادي حالت کي شتون نه لري اما لابراتوارونو کي د هغوي تشکيلول ممکن دي او شوي دي. د اورلمبه تودوښه او رڼا ده چې د موادو چټک اکسيديشن له امله رامنځته کيږي . د اورلمبه په يواځي ځان نه شي ساتل کيدای او نه هم له يوه ځايه بل ځای ته انتقاليدلای شي همدارنګه اور لمبه د يوې منبع پرته په يواځي ځان نه شي رامنځته کيدای، د هغې رامنځته کولو لپاره د احتراق عمليې ته اړتيا ده چې د موادو د اکسیدیشن له امله رامنځته کيږي نو په دې اساس د اورلمبه ساحوي ماده دی او هغې ته د کتلوي مادې لکه ګاز ، پلازما او.... نه شو ويلای. ددې ترڅنګ غږ، سیوری ، مقناطسي ساحه، د سيارو تر منځ د جذب قوه ، پيریان او پرښتې ټول ساحوي مواد دي.