صالح محمد زېری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صالح محمد زېری

ډاکټر صالح محمد زېری (۱۳۱۵ - ۱۴۰۱ ل ل کال د ليندۍ ۳، انگلستان)، (۱۹۳۵ ز - ۲۰۲۲ ز کال د نومبر ۲۴) يو سياستوال، په انقلابي واکمنۍ کې د ځمکو او اصلاحاتو وزير او بيا د عامې روغتيا وزير، همدا راز د پښتو ژبې ليکوال، شاعر او ژباړن وو.

مخينه

ډاکتر صالح محمد زيری پر ۱۳۱۵ (د ځينو سرچينو پر بنسټ پر ۱۳۱۴) لمريز لېږدي کال د کندهار ښار د برو بازار په يوه بېوزله بزگره کورنۍ کې زېږېدلی وو. زېري خپلې زده کړې د کندهار د میرویس نیکه او احمد شاه بابا په لېسو کې وکړې. په ۱۳۳۷ ل ل کال کې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بريالی شو او تر شپږ کاله زده کړو روسته يې دغه پوهنځی پای ته ورساوه. کلونه روسته يې په کوي روغتون او علي اباد روغتون کې دندې ترسره کړې.

صالح محمد زيري له سياست سره د لېوالتيا او له دغې لارې هېواد ته د خدمت په موخه د عبدالمحمد درمنگر له خوا نور محمد تره کي ته وروپېژندل شو او د ۱۳۴۴ ل ل کال په مرغومي (د ۱۹۶۵ ز کال په حنوري) کې يې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند په لومړۍ او بنسټ اېښودونکې کنگره کې برخه درلوده. زېری په همدغه کنگره کې د خلق دموکراتيک گوند د مرکزي کومېټې د غړي په توگه ومنل شو. پر ۱۹۶۴ - ۱۹۶۶ کلونو کې يې پوځي خدمت وکړ.

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د خلق دموکراتيک گوند وپتېيله چې زېری له کندهاره د ملي شورا ۱۳ دورې ته د نوماند په توگه وروپېژني، خو د هغه مهال دولت يې مخه ونيوله او هغه يې ۲۴۰۰ ورځې بندي کړ.

نوموړي وروسته هم د بېلا بېلو حکومتونو په واکمنۍ کې د سیاسي اختلافونو له کبله اوږده موده د سیاسي بندي په توگه په زندانونو کې تېره کړه او د ډاکتر نحيب الله د واکمنۍ تر روستيو په زندان کې وو.

په ۱۳۵۷ ل ل کال کې واک و ځواک ته د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند تر رسېدو وروسته صالح محمد زېری لومړی د کرنې او ځمکو اصلاحاتو او بیا د عامې روغتیا د وزیر په توگه وګومارل شو. زېري د خلق گوند د مشرانو په خپلمنځي اختلافاتو کې د يوه منځګړي او منڅلاري چار درلود.

کله چې د ۱۳۷۱ ل ل (۱۹۹۲) زېږدي کال د غويي پر اتمه جهادي تنظيمونه پر کابل واکمن شول، د نظار شورا وسله وال په مکرويانو کې د ډاکټر صالح محمد زېري پر کور ورننوتل او د هغه مېرمن، ماشوم زوی، او لور يې ووژل.

دا يو داسې کړکېچن حالت وو، چې د هېواد په هېڅ يوه سيمه کې د افغان وگړي ژوند خوندي نه وو. د کورنۍ جگړې د اور لمبې داسې تاوجنې شوې چې په هېواد کې پاتې کېدل د هر افغان لپاره د سر په بيه تمامېدل. زېری هم د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر اړوت چې له هېواده ووزي. هغه وو چې بريتانيا ته کډوال شو.

صالح محمد زېری یو ورور لري چې پیر محمد نومېږی، لوړې زده کړې يې په لندن کې ترسره کړې دی.

مړينه

ډاکتر صالح محمد زيری له څه مودې ناروغۍ وروسته د ۱۴۰۱ لمريز کال د ليندۍ پر ۳ په بريتانيا کې ومړ.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱. افغانستان او د ډيموکراسۍ سياسي نظام.

۲. ټولنپوهنه په افغاني مثالو کې.

۳. د نيمې پېرۍ خاطرې.

۴. د زمانې جفا (لنډې کيسې).

۵. د سنگر روستۍ ننداره (لنډې کيسې).

۶. ګل خاوره (شعرونه).

۷. د کابل رود (شعرونه).

۸. کلونه کلونه يې ډيموکراسۍ ووبپاڼه پر خپلو ليکنو وچلونه

ژباړې

۱. راه ما (زموږ لار).

۲. په اتفاق کې سوله د مير افغان شوه (لنډې کيسې).

۳. کليله او دمنه.

۴. د فردوسي شاهنامه.

ناچاپ نښيرونه

۱. په افغانستان کې د فيوډاليزم بهير (مجاهدينو له منځه يووړ).

۲. لنډه کيسه څنگه ليکل کېږي؟

۳. لوی افغانستان څنگه کوشنی شو؟


اخځونه

  1. http://www.centrasia.ru/person2.php?news=form&st=1063446243 Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.
  2. http://afg-hist.ucoz.ru/photo/1979_12_27/39-0-715

ْْ3. https://dawatmedia24.com/?p=152407 4. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-63752563