مرو رود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د خراسان او ترانسوکسیانا نقشه او د منځنۍ پیړۍ په لومړیو کي د دوی لوی میشت ځایونه

مرو-رود (عربي: مرو الروذ) [۱] په خراسان (( افغانستان ))کي د منځنیو پیړیو یو میشت ځای وو.

دغه ښارګوټی د بالا مرغاب د معاصر افغان میشتي سیمي ته څیرمه موقعیت لري، هغه ځای چیري چي د مرغاب سیند د غرجستان له غرونو څخه تیریږي او د قراقم دښتې ته ننوځي. د ماروچک یا مارو کوچیک اوسنی عصري میشته سیمه چي دلته موقعیت لري داسي ښکاري چې د قصر احناف په نوم د یو پخواني ښارګوټي اړوند ځای دی. [۲]

مرو رود د اسلام څخه دمخه وختونو کي هم شتون درلود، او بنسټ یې د ساسانیانو پاچا بهرام ګور (د 420-438 واکمنۍ) ته منسوبیږي.

د عباسي دورې جغرافيه پوهان وایي چي دغه ښار د کرهنيزې سيمې مرکز او د قصر احناف په څېر د يو شمېر اړوندو سيمو درلودونکی هم وو. دغه ښارګوټی او شاوخوا سیمه د دولسمې پیړۍ په وروستیو کې د خوارزمشاهانو او غوریانو ترمنځ د پرله پسې جګړو له امله زیانمن سو، او پکښي د غوری واکمن غیاث الدین محمد (۱۱۶۳-۱۲۰۲) او د هغه خوارزمي سیال سلطان تر منځ جګړه وشوه. [۲] ورپسې د مغولو او تیمورلنګ خونړي بریدونو ددې ښار بڼه مکمله خرابه کړل او مرو رود نن ورځ یوه بې حاصله سیمه ګڼل کیږي.

  1. "مرورود" in Dehkhoda Dictionary
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bosworth 1991، مم. 617–618.