ويکيپېډيا:ښوونيزه پروژه/زده کوونکي او زده کړيالان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ويکيپېډيا ښوونيزه پروژه

سلام ګرانه زدده کړياله! خوښ يو چې تاسو راسره په ويکيپېډيا ښوونيزه پروژه کې برخه اخلئ.

پروژې پېژندنه[سمول]

د دې پروژې موخه دا ده چې زده کوونکي او زده کړيالان دې خپلې کورنۍ دندې او څېړنې په پښتو ويکيپېډيا کې ثبت کړي، ترڅو د دوی له دې خدمته په راتلونکي کې نورو زده کوونکي، زده کړيالان او څېړونکي په اسانۍ ګټه پورته کړي. کېدای شي چې په زهن کې مو دا راوګرځي چې ولې خپل زده کړيالان دې ته وهڅوو چې خپلې ليکنې (کورنۍ دندې او څېړنې ) په ويکيپېډيا کې ترسره کړي؟ په ځواب کې بايد ووايو چې ويکيپېډيا په نړۍ کې اوومه ډېره کتل کېدونکې وېبپاڼه ده، او په انټرنېټي نړۍ کې د پښتو ژبې لپاره يوه وړيا، خوندي او نه تړل کېدونکي سرچينه ده، چې مواد به يې تل په انټرنېټ کې موجود وي.

ولې ويکيپېډيا[سمول]

ويکيپېډيا يو وړيا پوهنغونډ دی چې تاسو پکې د هرڅه په اړه ليکلی شئ، يانې په ويکيپېډيا کې د هرې برخې هرې څانګې او هرې موضوع اړوند ليکنې موجودې دي او که نه وي، تاسو يې د ويکيپېډيا د تګلارې سره سم ليکلی شئ. يو زده کړيالان د خپلې کورنۍ دندې يا څېړڼې (مونوګراف) د ليکلو پرمهال د ځينو کتابونو نه په استفادې سره خپله ليکنه او څېړنه پای ته رسوي چې د دفاع پرمهال يې يوازې د هماغه ټولګي زده کړيالان موجود وي، کېدای شي ډېرو برخو ته د ټولګي د محدودو زده کړيالانو پام ور ونه ګرځي او څېړنه نيمګړې پاتې شي، خو که همدا ليکنه په ويکيپېډيا کې ترسره شي، نو له يوې خوا به څېړونکی زده کړيالان د منابعو په اسانه موندلو برلاسی شي، له بلې خوا به د خپلې موضوع نه د دفاع پرمهال د ده ليکنه د مېلونونو کسانو پرمخ پرته وي، چې لوستونکي به يې منفي ټکي ورښکاره کړي او هم به ورته د هغې د حل لارې چارې وروښيي، ځينې لوستونکي شايد ورته د باوري سرچينو ادرسونه ورکړي، ترڅو په ليکنه کې ترې کار واخلي، چې دا کار به له يوې خوا د زده کړيالان سره د څېړنې په برخه کې مرسته وکړي، چې په اسانۍ سره د نورو ګډونوالو له نظرياتو نه او باوري سرچينو په استفادې يوه داسې ليکنه وليکئ، چې هم په انټرنېټي او هم په کتابي ډګر کې به د باور وړ او بشپړه وي او له بلې خوا به نورو ليدونکو ته هغه مالومات په لاس ورشي، د کومو مالوماتو موندلو لپاره چې ياد زده کړيال د بلا ډېر وخت په مصرفولو او د خورا خوارۍ او زحمت په ګاللو سره ترسره کړي، نو له يوې خوا به د ده دا هڅې د ټولنې په ګټه راشي او له بلې خوا به ټولنه له ده سره د مالوماتو په سمولو کې مرسته وکړي.